د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د سالنګونو لویې لارې د ټولپلازا محصول د راټولونې بهیر څخه لیدنه وکړه

Поділитися
Вставка
  • Опубліковано 23 кві 2024
  • د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د سالنګونو لویې لارې د ټولپلازا محصول د راټولونې بهیر څخه لیدنه وکړه
    د شوال المکرم ۱۱ مه، ۱۴۴۵
    د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د سالنګ لویې لارې ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې چې د یاد وزارت ځینو رئیسانو یې ملتیا کوله د يادې لویې لارې د جنوبي او شمالي سالنګ ټول پلازا محصولبهير او د یادې لويې لارې د تونل او ۱۶ ګال ۍ څخه له نږدي ليدنه وکړه.
    د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې په موخه ټولپلازا فعاله شوې ده، چې د بیلابیلو لویو او کوچنویو وسایطو څخه په مختلفه اندازه پیسې راټولیږي او په یو مشخص بانګي حساب کې ذخیره کیږي چې راټول شوي عواید د سالنګونو لویې لارې د اساسي بیا رغونې په موخه مصرف شي.
    د ټولګټو وزارت د سرپرست وزیر د سفر اصلي موخه د ټول پلازا د لیدنې ترڅنګ د سالنګونو لویې لارې د پاته برخو د اساسي بیار رغونې په هکله د اړوند مسؤلانو سره ( د سالنګونو ریاست او د قرار دادي شرکتونو د استازو سره) لیدنه وه او هغوي ته یې لار ښونه وکړه چې د هوا په تودیدو سره دې د یو مشخص پلان له مخې دې دیادې لویې لارې کار بیا پیل کړي.
    دا په داسي حال کې ده چې د ټولګټو وزارت تیر کال د سالنګونو لویې لارې کار په دريوو برخو کې پيل کړی وو چې، د تونل د دننه برخې او د ۱۶ ګالرۍ د کانکریټ اچونې کار تير کال بشپړ شو او د هوا په برا بریدو سره به یې د پاته برخو کار بیا پيل شي.
    د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت
    وزارت فواید عامه امارت اسلامی افغانستان
    Ministry of Public Works, Islamic Emirate Of Afghanistan
  • Авто та транспорт

КОМЕНТАРІ •