تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان د ټولګټو وزارت اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۰۹۱۵۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

Поділитися
Вставка
  • Опубліковано 29 чер 2024
  • تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان د ټولګټو وزارت اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۰۹۱۵۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
    تېرو دوو میاشتو کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور او جوزا مياشتو کې ) د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۰۹۱۵۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
    د حیرتان بندر له لارې (۴۷۱۵۳۶) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۶۸۶۷۶) ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې (۶۸۴۶۲) ټنه، د هرات - خواف له لارې(۴۸۴) انتقالات چې ټولټال ( ۶۰۹۱۵۸) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
    د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیرو دوو میاشتو کې (۳۳۱۶۱) ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې او د انارو جوس دي.
    هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
    درنو تجارانو! که غواړئ خپل سوداګريز توکي په خوندي، ارزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړئ، نو همدا اوس په مرکز کابل او ولايتونو کې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت له آړوند مسوولينو سره په آړيکه کې شئ.
    • کابل: 0202320933
    • بلخ: 0792008090
    • هرات: 0793500545
    • فارياب: 0794050003
    د ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.
    د ټولګټو وزارت رسنيز دفتر
    د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت
    وزارت فواید عامه امارت اسلامی افغانستان
    Ministry of Public Works, Islamic Emirate Of Afghanistan
  • Авто та транспорт

КОМЕНТАРІ •