په تیره اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۶۸۸۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
Вставка
- Опубліковано 7 вер 2024
- د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د سرطان له ۸مې نېټې څخه تر ۱۴ مې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۶۸۸۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۶۲۱۳۳) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۲۱۳) ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې (۹۵۳۵) ټنه چې ټولټال (۷۶۸۸۱) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اونۍ کې (۳۳۳۵) مټریک ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه يې وچه مېوه او د آنارو جوس دي.
درنو تجارانو! که غواړئ خپل سوداګريز توکي په خوندي، آرزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړئ، نو همدا اوس په مرکز کابل او ولايتونو کې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت له آړوند مسوولينو سره په آړيکه کې شئ.
• کابل: 0202320933
• بلخ: 0792008090
• هرات: 0793500545
• فارياب: 0794050003
د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.
د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر
۱۹مه، سرطان ۱۴۰۳هـ.ش.
۳مه، محرم الحرام ۱۴۴۶ هـ.ق.
د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت
وزارت فواید عامه امارت اسلامی افغانستان
Ministry of Public Works, Islamic Emirate Of Afghanistan