سمندر شو
Вставка
- Опубліковано 11 гру 2024
- سمندر شو
لکه لوټې په صحرا نشو ، لوړ غر شو
وه ناخوالو د ژوندون ته کلک کَمر شو
د لښتي په شان بې قدره روان نه وو
سمندر په شان عظمت کې رابَهَر شو
چې د نورو په چوپړ مو ځان ورک کړی
پر خپل کور رڼا خپره کړو، لکه لمر شو
څنګ تر څنګه شو د غمیو لړ په شانې
د وحدت په کتارونو کې بیا سر شو
ژبه ، قام یوه وسیله ده شناخت لپاره
موږ اشرف المخلوقات یو ، یو بشر شو
زه او ته دواړه موږ نشو ، یو زړه نشو
بیا به مات ټوټه ټوټه ، په لرو بر شو
خپل وطن مو کړو آباد په کوښښونو
یو ټغر کې ټول یو غږ ، په یو ممبر شو
تاریخونه او ویاړونه لږ په یاد کړو
کړم ناره لکه ملاله ، ټینګ سنګر شو
تور مخونو ، تورو کړنو ، د دښمن ته
بیا به کلک لکه فولاد غوندې سِپر شو
د مکتب دروازې خلاصې کړو په ټولو
ښکلو پېغلو ارمانو ته، لوی اختر شو
ټکی ټکی ، ټکي ټول یاد د وطن مې
زما له زړه نه څاڅکي څاڅي یو اثر شو
سپوږمۍ وردک
کال ۱۴۰۳ د قوس میاشت
کال ۲۰۲۴ د نوامبر میاشت
تورنتو - کاناډا
#poetry #pashto
#love #afghanlove #poetryfromtheheart #poetry #pashtonistan#پښتو غزل افغانستان #غزل افغان#وزیرستان #پښتو_شاعري #پښتونستان #بره پښتونخوا #وزیرستان
ډېر ښڪلی 🌹
ژوندی اوسی ❤
ډېر ښڪلی
ډیر ښڪلی
ښکلی غزل او ښکلې دیکلومه
مننه ورور
Aali behtreen 🎉❤🎉❤
مننه ورور جان مې
❤🎉❤ Khaista hmmm