غني خان - Ghani Khan

Поділитися
Вставка
  • Опубліковано 14 лис 2021
  • پرنګیانو دهغو یاغیانو ملا وتړله چې د امان اله خان پر ضد ېې بغاوت وکړ. غني خان ېې یوه فتنه یاده کړې چې ده ورته خپلې زده کړې هم پریښې وې.
    «بادشاه خان د امتحان په ورځ /call/ وکړ چې راشه کلي ته /urgent/ ده. وار مې خطا شو، په بده ورځ باندې مې همدغه شانې امتحان پرېښود، امتحان ته یوه ورځ نیمه پاتې وه. چې ورغلو ویې ویل بچې سقاو بغاوت کړی ده او امان اله خان /surgern/ لیګلی چې ماسره ډاکتران نشته، بلکل /Medical Departement/ راله فوج کې نشته، نو شپږ ډاکتران تیار شوي وو. مونږ ۳۲ هلکان یې د کالجونو نه راوښکلو، یو څه خو د افغانستان د سردارانو زامن وو، څه دلته دېره خلک وو، زه هم پکې پادشاه خان /offer/ کړی وم، لس زره روپۍ یو ځوی. ما ورته وویل چې زما نه دې تپوس مپوس ونکړ، بس وایه!
    هغه وو چې /training/ مو وکړ، د پټۍ تړل، داسې به زخمونه اوچتوئ او داسې به یې وړئ. هر څه مو وکړل. بیا کوټې ته مې بابا ورله لاړ، ورته یې وویل چې راځه مونږ سره (اشنغر) کې دېره شه. او مونږ به هم سړي ولیږو دې قبایلو ته او مومندو کې مو رشته دار هم دي او خپل مو هم دي، لښکر به وکړو او تا به بیا په تخت کښینو. هغه ورته وویل: زه د خپل تخت دپاره د یوه پختون یو څاڅکی وینه تویول کُفر ګڼم، او بس زه به ایټلي ته لاړ شم او له مونږ نه بیا هغه/ mission/ پاتې شو.»
    یادونه : ځینې لفظي زواید حذف شوي دي!

КОМЕНТАРІ •