د ناوي راوړلو ورځ په مارزک کلي کې Qader Jan Wedding Day in Marzak
Вставка
- Опубліковано 9 лют 2025
- د ناوي راوړلو ورځ په مارزک کلي کې Qader Jan Wedding Day in Marzak
نن په مارزک کلي کې د قادرجان د واده آخري ورځ ده. په دې ورځ ناوي راوړو ځیني یې د ورا ورځ هم بولي دا ورځ د کلي د خلکو لپاره یوه ځانګړې ورځ ده، موږه سهار وختي میلمنو ته ډوډۍ تیاری نیولی.
ماسپښین به موږ د قادرجان ناوي راوړو او وروسته د کورنۍ ټول غړي، خپلوان او دوستان به په ګډه د واده د خوښۍ په لمانځلو تیروو. وروسته به موږ ټول د حاجي سید الله شاه کور د چای څښلو لپاره به په ورا ورځو؛
د چای څښلو وروسته به ناوي د خپلو خپلوانو سره زموږ د کور څخه پاس کلا ته راوړو. د ماښام په وخت کې به د ناوي خپلوان د ځانګړو میلمنو په توګه راشي، او ورسره به د کلي ماشومان، مشران، ځوانان او خپلوان هم ګډون وکړي. دا ټول به د ګډې خوښۍ لپاره ماذدیګر او ماښام زموږ په کور کې تیروي.
دا یوه ورځ ده چې د کلي ټول خلک پکې برخه اخلي، او دا موږ ټولو لپاره یوه بختوره ورځ ده. قادرجان او زموږ کورنۍ ته دغه دوستۍ او خوښۍ یوه تازه پیل ده، او موږ هیله لرو چې د دې ورځې یادونه د اوږدې مودې لپاره زموږ په زړونو کې پاتې شي.
د واده په دې ځانګړې ورځ کې، هر یؤه هغه کليوال چې راغلي ول او موټري یې راوستي وي د دوی ټولو د کور ودان وي. د دې ورځې په هر ګام کې، د کلي د خلکو محبت او دوستي به تر پایه پورې زموږ په زړه کې یادګار وي.
#مارزک #پکتیکا #واده #افغانستان #زوم #د_واده_ورځ #کلی #Marzak #Paktika #Afghanistan #Weddingday #groomday