د ټولګټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني، د ترکي ۷۷ ساختماني شرکت څخه لیدنه وکړه.
Вставка
- Опубліковано 9 вер 2023
- د ټولګټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني او او د دغه وزارت یو شمېر رئسانو، په افغانستان کې د ترکي ۷۷ ساختماني شرکت څخه لیدنه وکړه او دیاد شرکت له مسؤلینو سره یې وکتل.
په دغه لیدنه کې، لومړۍ په افغانستان کې د ترکي ۷۷ ساختماني شرکت مرستیال براق انسال، د ټولګټو وزارت سرپرست ته د ښه راغلاست ترڅنګ؛ د یاد شرکت د تولیداتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او وه یې ویل؛ چې دغه شرکت په افغانستان کې د کانکریټي ګاډرو، کانکریټي پایې او د بیا رغونې اړوند نور کانکریټي توکي( عناصر) تولیدوي.
ورسته د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني، په افغانستان کې د ترکیې ۷۷ ساختماني شرکت پر فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، دا یوازینی شرکت دی چې د ټولګتو وزارت سره تل همکار پاته شوی او له دې وړاندې یې هم یو پل د تحفې په شکل رغولی دی.
د یادونې وړده، چې یاد شرکت له لوري په افغانستان کې دوه نور پلونه چې یو یې د تازی آباد پل د تحفې په ډول او بل یې د زاړه نورک پل دی، چې د قراداد په شکل رغول کیږي چې دا مهال یې چارې جریان لري.
د لیدنې په پای کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر، یاد ساختماني شرکت ته له خپل لوري څخه د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او د شرکت مسؤلینو ته یې وویل؛ چې په غوره کیفیت سره دی کانکریټي ګاډر او نور ساختماني توکي تولید کړي؛ تر څو له دوی سره د دغه وزارت نورې پروژې په قانوني ډول قرارداد شي.
د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر
د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت
وزارت فواید عامه امارت اسلامی افغانستان
Ministry of Public Works, Islamic Emirate Of Afghanistan - Авто та транспорт
❤❤❤❤
دشرکت کوم ځائی کی ده