ټولګټو وزارت د هېواد لویو لارو او سړکونو د رسوبي موادو څخه د پاکولو لپاره اړین چمتوالی لري
Вставка
- Опубліковано 27 кві 2024
- د وروستيو اور ښتونو او سېلابونو رواتلو له امله ځیني مسیرونه د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې موقتاً د ترافيکو پرمخ تړل شوې وو، چې د ټولګټو وزارت د پرسونل اوماشینري پر مټ له رسوبي موادو څخه پاک کاري او د ترافيکو پرمخ پرانيستل شول.
د کابل - جلال آباد لویه لاره د درونټې په سیمه کې د وروستيو اورښتونو او غرښوییدلو له امله، د پروان - بامیان لویه لاره د تیزو اورښتونو او سختو سیلابونو له امله، د کشم - فیض آباد لویه لاره، د نورستان ولايت اړوند ځينې مسيرونه،د ارزګان او کندهار ولایتونو یو شمیر مسیرونه په مؤقتي ډول د ترافیکو پرمخ تړل شوې وو، چې د ټولګټو وزارت ولایتي پرسونل او ماشینرۍ پرمټ د رسوبي موادو څخه پاک کارې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې دي.
همدرانګه د غور ولايت بندبکک، بند بایان او کارګوش دره او د موسى خېلو له ولسوالۍ څخه تر پکتيا ولایت پورې جغلي سرک هم د ترافيکو پرمخ تړل شوی دی چې د ټولګټو وزارت ولایتي ټیمونو لخوا يې د پاک کارۍ کار جریان لرې تر څو یادې لویې لارې د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.
د يادونې وړ ده چې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني ټولو ولایتي ټيمونو ته لار ښونه کړې ده چې د ورښتونو او سیلابونو پر وخت دي بشپړ چمتووالی ولري او د سیلابونو له امله بندې شوې لارې دې ژر ترژره پاک کاري او د خلکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې وساتي ترڅو هيواد والو ته ترانسپورتي ستونزې رامنځته نه شي.
د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت
وزارت فواید عامه امارت اسلامی افغانستان
Ministry of Public Works, Islamic Emirate Of Afghanistan - Авто та транспорт