لاریونوال وايي پر چمن د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او وېزې شرط نه مني

Поділитися
Вставка
  • Опубліковано 10 вер 2024
  • د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې ځايي خلکو، پنډیانو او سوداګرو د کندهار له سپین بولدک سره د سفري اسانتیاوو لپاره لاریون کړی دی. د اګست ۱۴مې د لاریون ګډونوالو په لاسونو کې تور بیرغونه نیولي ول، د چمن د انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) تر دفتره ورغلل او هلته یې خپلې غوښتنې تکرار کړې.
    د لاریون مشران وايي چې حکومت د کندهار له سپین بولدک سره بې له سفري اسنادو د خلکو تګ راتګ له ژمنې په شا شوی دی. په چمن کې نهه میاشتینۍ احتجاجي ناسته د جولای پر ۲۱مه تر هغې وروسته ختمه شوه چې د پرلت غړو او مشرانو وویل چې حکومتي مذاکراتي پلاوي ورسره د پخوا په څېر په شناختي کارډ او تذکرو د تګ راتګ، د نیول شویو احتجاجیانو خوشې کولو او پرضد یې د مقدمو ختمولو غوښتنې ومنلې. په چمن کې ځايي ولس او سوداګرو د سفري اسنادو شرط ختمولو لپاره د اګست پر ۱۳مه يو ځل بيا احتجاجي پرلت وواهه. د پاکستان وفاقي او د بلوچستان صوبايي حکومتونو لا په چمن کې د نوې احتجاجي ناستې په غبرګون کې څه نه دي ويلي.
    په دې اړه د صمد شبنم ويډيو رپورټ وګورئ.

КОМЕНТАРІ •