Це відео не доступне.
Перепрошуємо.

یو جنرال چې د وژنو زړه بوږنوونکې کیسې کوي، سوله غواړي

Поділитися
Вставка
  • Опубліковано 13 кві 2021
  • یو متقاعد جنرال، په افغانستان کې د لومړني ولسمشر محمد داوود خان د وژلو پېښې په ګډون د تېرو څلورو لسیزو جګړو زړه بوږنوونکې کیسې کوي، له ښکېلو غاړو غواړي چې یوموټی شي او د افغان وژنې دغه اوږده لړۍ پای ته ورسوي.
    پنځه اتیا کلن متقاعد جنرال بادشاه میر تڼی د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او دا مهال په کابل ښار کې ژوند کوي.
    تڼی له حربي پوهنتونه فارغ شوی، د ملي دفاع وزارت په بېلابېلو برخو کې یې دندې ترسره کړې، د ۱۳۵۷ کال د غویي له کودتا لږ وروسته یې هجرت کړی، په ۱۳۷۱ کال کې یې د جنرالۍ رتبه اخیستې او د حامد کرزي واکمنۍ په لومړیو کې د تورن جنرالۍ په رتبه تقاعد شوی دی.
    جنرال تڼي د خپل کور په یوه خونه کې د هغه مهال خپل انځورونه لګولي چې پوځي جامې یې پر تن دي او غښتلی ځوان دی، خو اوس یې ځواني له لاسه ورکړې، دنګه ونه یې کږه شوې، اوږده سپینه ږیره لري او په لګړه ګرځي.
    دغه متقاعد پوځي د افغانستان له ناخوالو ډېرې ترخې خاطرې لري.
    هغه په داسې حال کې چې په لړزېدلو لاسونو یې امسا لګوله، د مرکې خونې ته راننوت او د پژواک خبري اژانس خبریال سره یې خپله مرکه داسې پیل کړه: “د هېواد جګړې او بد حالات مې ځوروي، درېغه هېواد کې مو سوله وای او د جګړو د ناخوالو پر ځای مو د سولې د خوږو یادونو کیسې کولای.”
    تڼي وویل چې لومړی ځل یې د ظاهرشاه واکمنۍ پر مهال د څرخي پله پولیګون ته څېرمه د څلورم ځواک (قوه چهار) د حفظ او مراقبت امر په توګه دنده ترسره کړې ده.
    هغه وایي چې د محمد داوود خان له واکمنۍ وروسته د خلق ډموکراتیک ګوند حکومت د کابل ښار په پولیګون سيمه کې د ده په مخکې یو شمېر کسان وژلي دي.
    جنرال تڼی شېبه داسې چوپ پاتې شو، تا به ویل چې اوس هم پولیګون کې د وخت د حاکمانو له خوا د انسانانو وژلو صحنه ګوري او کریکې یې خبرو ته نه پرېږدي.
    وروسته هغه خبرې پیل کړې، ویې ویل چې د هغه مهال شوي ظلمونه به یې تر قیامته هېر نه شي.
    ده وویل چې د ۱۳۵۷ کال د غویي اوومې کودتاچیانو، پخوانی ولسمشر محمد داوود او د هغه د کورنۍ شاوخوا ۱۶ غړي د ده په مخ کې په پولیګون کې تر خاورو لاندې کړل.
    هغه وایي: “د شپې یوه بجه وه، یو قسم ترپال داره موټر چې دایروي شکله ګروپونه یې لرل، راغی او [پولیګون کې] زموږ په مخ کې ودرېد، راغلو کسانو غږ وکړ چې جسدونه ښکته کړئ. دوه عسکر موټر ته ور وختل، لومړی مړی یې راښکته کړ، ما ونه پېژاند او کندې ته یې ور وغورځاوه، ورپسې یې دویم مړی راښکته کړ، ما وپېژاند چې داوود خان دی… داوود خان او د هغه د کورنۍ شاوخوا ۱۶ غړي یې همدې کندې ته ور وغورځول.”
    دی وایي چې په دغه وخت کې د وخت «کمونیستي رژیم» ځیني لوړپوړي چارواکي هم حاضر وو او د دغه بهير څار یې کاوه.
    هغه زیاتوي: “کله چې ټول شهیدان له موټره را ښکته کړل شول، ما خپلو عسکرو ته امر وکړ چې د موټر څخه شین ترپال راخلاص کړي او پر وژل شوو کسانو يې ور واچوي… وروسته یې ټول خښ کړل، د مخابرې جيپ یې هم په سر ورته وګرځاوه او چارواکي او موټر همداسې ترې روان شول.”
    تڼی وایي چې وروسته یې د یاد ډله ییز قبر ځای داسې په نښه کړ چې له سړکه تر قبره ۹۵ قدمه واټن و او په ۱۳۸۷ کال کې ده د سیمې د دوو نورو کسانو په مرسته دغه قبر د داوود خان د کورنۍ غړو او حکومت ته ور وښود.
    ځینو سرچینو یاد دوه نور کسان د حمیدالله او مولاګل په نومونو یاد کړي او ویلي یې دي چې دغه دواړه د یادې سیمې ملکان دي.
    د داوود خان له وژل کېدو شاوخوا ۳۰ کاله وروسته د هغه او د کورنۍ د غړو مړي یې وموندل شول او د کابل ښار دارالامان سيمې ته نږدې د سکارټ پر غونډۍ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شول.
    share support subscribe !!
    subscribe: / pajhwokafghannews
    Follow us on the links below:
    / pajhwoknews
    pajhwok
    / pajhwok
    www.pajhwok.com
    video@pajhwok.com
    mobaile : 0093770464141

КОМЕНТАРІ • 22

  • @BornAfghan
    @BornAfghan 3 роки тому +3

    Afghan Special Forces Superpower 💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫

  • @user-nh8uv4de3p
    @user-nh8uv4de3p Місяць тому

    😢😢😢

  • @BornAfghan
    @BornAfghan 3 роки тому +2

    Afghan Government superpower 💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼💪🏼🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫

  • @rahmani3318
    @rahmani3318 2 роки тому

    هغه نا خبره افغانان دى ځان خبر كى چی وحشي نجيب ګاوو ته وطن دوست يا شهيد وايي

  • @user-vl8xj6pm2c
    @user-vl8xj6pm2c 3 роки тому +3

    ددغو ظلمونو نتجه ده چی ملت داڅلویښت کاله کړیږی...

  • @dr.attaullahahmadzai4565
    @dr.attaullahahmadzai4565 3 роки тому +3

    خلقیان اوپرچميان دتاریخ بدی څیری دی

  • @zirakihsas8113
    @zirakihsas8113 3 роки тому +2

    افغانې کمونستان دافغانستان دبحران اصلي عاملین دي. 😥😥😥😥😥😥😥😥😥😥😥😥😥😥😥😥😥😥😥😥😥

    • @Harris.S
      @Harris.S 3 роки тому

      هو کنه , خدای دی دا کمونیستان برباد کری .

  • @sadeqreshtin7195
    @sadeqreshtin7195 3 роки тому +2

    دخلقیانو اوپرچمیانو دوحشتونو وړکۍ بیلګې. هیچا په دې وطن رحم نه دی کړی.

  • @AtifKhan-mp3tc
    @AtifKhan-mp3tc 2 роки тому

    الله تعالی مو شهادت قبول کړ ه
    ډېر خپه شو م

  • @hayajanpainda1447
    @hayajanpainda1447 3 роки тому +2

    اوس چه هرڅوک ځان ته کمونست یا خلقی پرچمی وایی الله دی تباه کړی

  • @abdulhaq3604
    @abdulhaq3604 3 роки тому +1

    🤲🤲🤲🤲🤲🤲

  • @khoshhalsultani1585
    @khoshhalsultani1585 3 роки тому +1

    که ته هلته مهم او اعتبارى نه واى هلته دى څه کول؟اوس ځان پاک ګڼي .ته ددى جرم شريک يي.

  • @Muhammadbilal-eg8yt
    @Muhammadbilal-eg8yt 3 роки тому +1

    اوس پو دونياه کښ جنرل شته چه داسې عاجزي او سنت راسول ص ولا ري

  • @sarndoismali6473
    @sarndoismali6473 3 роки тому

    تا تمام ورز مری خشول

  • @muhammadnabi1139
    @muhammadnabi1139 Рік тому

    الله مو تبا کړه خلقیانو پرچمیانو ټوله بدبختی ستاسو له لاسه ده وطن مو بربادی ته برابر که

  • @VIPLondonChauffeursLtd
    @VIPLondonChauffeursLtd 3 роки тому +1

    د ټول دروغ دې تاسی فکر اوکړی د بیروسیاسی غړی د انقلاب په لومړی شپه دومره وزګر وه چه ټول راشې هتا د ډکتره انیطاه پوری او د سردار داود مړی وګوری او دوهم دروغ د موسه شفیق په باره کی چه بیرو سیاسی غړو محکه کړ او مړ یې کړ او موسه شفیق ورته وویل چه زه صرف یو ګیلم کور کری لرام یعنې خاین نه یم مګر موسه شفیق ځانته په جلااباد ښار کی پخوانې د تلویزون تپه په یو شپه ځانته اباده کړی وه تقریبان ۳۰۰جریبه ځمکه او د څو کاله مخکی د امریکا نه یې کورنی راغله په میلونونو ډلرو یې د علی بابا په شرکته خرڅه کړه او ولاړل ستا د خبرو معلومیږی چه ته پخوانې بی سواده خورزبیت یې کوشش د بدنمې مه کوه څه چه واقیعت دی هغه ولیکه

    • @user-kw2ov7uu7j
      @user-kw2ov7uu7j 2 роки тому +1

      لعنت پہ کمونیستانو او خلقیانو د أفغانستان د بدبختی او بربادی عاملین

  • @afghanchildren4525
    @afghanchildren4525 3 роки тому

    want to know why we have endless war in Afghanistan, watch this short video
    ua-cam.com/video/FTLNu0bZ7mc/v-deo.html
    ‎میخواهید علت اصلی جنگ در افغانستان را بدانید این
    ویدیوی کوتاه را تما شاکنید

  • @ahmedhuss1890
    @ahmedhuss1890 3 роки тому

    حرامي جاهيلا