د پوهنې وزارت په اډانه کې نوي رئیسان معرفي شول

Поділитися
Вставка
  • Опубліковано 16 жов 2024
  • د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د یو شمېر مرکزي رئیسانو او کارکوونکو په حضور کې، مفتي شفیع الله منصور د اداري لوی رئیس او مفتي محمد یوسف ثاقب د اساسي او ثانوي زده کړو د نوي رئیس په توګه معرفي او اړوندو کارکوونکو ته وروپېژندل. په پیل کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د مسئولینو د حکمونو په رعایتولو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه: ګمارنه او تبدیلي اداري اصل دی، چې د وګړو د کاري تجربو له مخې په ادارو کې د چارو لاښه والي په موخه ترسره کېږي.دغه راز نوموړي نویو رئیسانو ته د مبارکۍ ترڅنګ، هغوی ته د لوی خدای تعالی له دربار څخه د لازیاتو بریاوو هیله او دعا وکړه.ورپسې د پوهنې وزارت نوي اداري رئیس د نویو رئیسانو په استازیتوب د پوهنې وزارت د رهبرۍ د باور له امله د مننې په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې د خپلو کاري تجربو او علمي پوهې په ترڅ کې به هڅه وکړي تر څو د وزارت د مشرتابه د حکمونو او لارښوونو په رڼا کې ورسپارل شوې دندې په پوره صداقت او پاک نیت سره سرته ورسوي.مراسم په دعائیې سره پای ته ورسېدل.

КОМЕНТАРІ •