د پسرلي د مست موسم دا اخیري ماښام دے زما پۀ غيږ کې د صنم دا اخیري ماښام دے زمـــــا پۀ شونډو د غزل نن اخیري مصرع ده زمــا پۀ لاس کښې د قلم دا اخیري ماښام دے زۀ هر مــاښــام زړۀ له بس دغه تسلي ورکؤم چې د دې درد او د دې غـم دا اخیري ماښام دے زمـــا زړۀ چاودے انتظار به وي تر عمره پورې ســتا د وعدې ستا د قسم دا اخیري ماښام دے شــــاهده غم د حســـنیانو وي تر لســـو ورځو نن یې پۀ یاد کښې د ماتم دا اخیري ماښام دے شاهد قماش 😘😢😢😢
د پسرلي د مست موسم دا اخیري ماښام دے
زما پۀ غيږ کې د صنم دا اخیري ماښام دے
زمـــــا پۀ شونډو د غزل نن اخیري مصرع ده
زمــا پۀ لاس کښې د قلم دا اخیري ماښام دے
زۀ هر مــاښــام زړۀ له بس دغه تسلي ورکؤم
چې د دې درد او د دې غـم دا اخیري ماښام دے
زمـــا زړۀ چاودے انتظار به وي تر عمره پورې
ســتا د وعدې ستا د قسم دا اخیري ماښام دے
شــــاهده غم د حســـنیانو وي تر لســـو ورځو
نن یې پۀ یاد کښې د ماتم دا اخیري ماښام دے
شاهد قماش 😘😢😢😢