د ننګرهار لرې پرته شیمل دره؛ د طبیعي ښکلا زړه راښکونکی انځور!

Поділитися
Вставка
  • Опубліковано 19 сер 2024
  • د ننګرهار دره نور ولسوالۍ لرې پرته شیمل دره؛ دا دره ګڼ ښکلي غرونه، یخې چینې، ځای ځای ابشارونه او ښکلی زړه راښکونکی غرنیز طبیعت لري.
    مسؤلین وايي، چې د اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته د دره نور ولسوالۍ او د دې سیمې درې له بشپړ امن څخه برخمنې شوې او د سېلانیانو پام ور اوښتو سره د سیاحت په جذابو سیمو بدلې شوې دي.
    د دې ولسوالۍ امنیه قومندان مولوي نعمت ګل محمدي حریت نیوز ته وايي، چې د دره نور درې ګونو درو ته د هېواد له بېلابېلو ولایتونو ګڼ سېلانیان راځي او دلته د تفریح خوږې شېبې تېروي.
    امنیه قومندان هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې په ډاډ زړه د دې با امنه ولسوالۍ هرې څنډې ته راشئ او د دې ځانګړې طبیعي ښکلا څخه خوند واخلئ.

КОМЕНТАРІ •