د کابل - جلال آباد لويې لارې اصلي مسير د هر ډول ترافیکي وسایطو پرمخ پرانیستل شو

Поділитися
Вставка
  • Опубліковано 2 жов 2023
  • د کابل - جلال آباد لويې لارې اصلي مسير د هر ډول ترافیکي وسایطو پرمخ پرانیستل شو
    د ربیع الاول ١٨مه، ۱۴۴۵
    د کابل - جلال آباد لويې لارې اصلي مسير، د ټولګټو وزارت د فني او تخنیکي پرسونل د تېرو دریو ورځو د هڅو په پایله کې، تېر ماښام شاوخوا اوو بجې د دغه وزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني او د کابل ولایت د ترافیکو د رئیس په شتون کې د هر ډول ترانسپورتي وسایطو د تګ راتګ پرمخ پرانيستل شوه؛ چې دامهال بار وړونکي او مسافر وړونکي وسایط کولای شي په د ياده لويه لار له دواړو لورو تګ راتګ وکړي.
    د یادونې وړ ده، چې د کابل - جلال آباد لویه لار؛ دوه اونۍ وړاندې د کابل ولایت د دروازې په درې کیلومتري سیمه کې د غر ښویېدني له امله د دوو ورځو لپاره د ترانسپورتي وسایطو د تګ راتګ پرمخ بنده شوي وه، چې له بندېدو سره یې همهاله د ټولګټو وزارت لخوا؛ د ملی دفاع وزارت په مرسته د ترافیکي وسایطو د تګ راتګ لپاره بدیل فرعي مسیر جوړ شو، چې د یوه قطار وسایطو د تګ راتګ ظرفیت یې درلوده؛ خو ورسته دغه فرعي سړک پراخ شو، چې د مسافر وړونکو وسایطو د تګ را تګ ترڅنګ له دغه فرعی مسیر څخه بار وړنکو وسایطو هم تګ راتګ پیل کړ.
    ټولګټو وزارت هڅه کوي چې د هوادوالو د هوسا تګ راتګ او سوداګریزو توکو د خوندي او چټک انتقال په موخه غوره ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځ ته کړي.
    دټولګټو وزارت رسنيز دفتر
    د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت
    وزارت فواید عامه امارت اسلامی افغانستان
    Ministry of Public Works, Islamic Emirate Of Afghanistan
  • Авто та транспорт

КОМЕНТАРІ •