ټولګټو وزارت د هېواد د لویو لارو او سړکونو څخه د واورې پاکولو لپاره اړین چمتوالی لري
Вставка
- Опубліковано 7 жов 2024
- ټولګټو وزارت د هېواد د لویو لارو او سړکونو څخه د واورې پاکولو لپاره اړین چمتوالی لري
د رجب المرجب۲۱ مه، ۱۴۴۵
ټولګټو وزارت سږ کال د هېواد د سړکونو او لویو لارو د پاکولو په موخه د ۸۰۴۸ کیلومتره سړکونو د واورو پاک کاري په پلان کې لري چې، له جملې څخه یې ۵۶۶۸ کیلومتره سړکونه د یاد وزارت د ولایتي ریاستونو د شته پرسونل او ماشینرۍ له لوري او پاتې ۲۳۷۹ کیلومتره سړک په ۱۲ ولایتونو لکه: غزني، بامیان، غور، دایکندي، بدخشان، پکتیا، نورستان، پنجشېر، پکتیکا، تخار او لوګر کې د یادو ولایتونو ټولګټو ریاست د پرسونل او ماشینرۍ څخه له ګټې اخیستنې سر بېره ځینې نور مسیرونه د ټولګټو وزارت له لوري د واورې پاکَونې په موخه له خصوصي سکتور سره قرارداد شوی دی.
ټولګټو وزارت هڅه کوي چې د هېوادوالو د هوسا او ډاډمن تګ راتګ په موخه په ټول هېواد کې له واوروڅخه ۳۰۰ زیان منونکې سیمې پاک کاري کړي.
همدارنګه د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني ټولو ولايتي رياستونو او کاري ټيمونو ته لارښونه کړې ده چې د لارو د بندښت په صورت کې دې جدي چمتو والی ولري او زر ترزره دې له واورو څخه پاک کاري او د ترافیکو پرمخ پرانيزي.
دغه راز تېره ورځ د سالنګونو لویه لار د تېزې واورې د اورښت او دوامداره طوفان له امله د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ تړلې وه، چې نن د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د شته پرسونل او ماشینرۍ پر مټ د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه؛ خو ځینې نور مسیرونه په غور، دایکندي او بامیان ولایتونو کې لا هم د ترافیکو پر مخ تړلي دي چې د یادو ولایتونو د ټولګټو ریاستونو لخوا یې د واورې پاک کاري جریان لري ترڅو ژر ژره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.
د یادونې وړ ده چې، ټولګټو وزارت د ټولو درنو هېوادوالو څخه په درنښت هیله کوي چې د زیان منونکو سیمو څخه د تېرېدو پر مهال دې ګرمې جامې، ژمنې توکي او د وسایطو لپاره روغنیات او چین (ځنځیر) له ځان سره ولري ترڅو له یادو مسیرونه څخه ډاډ من تګ راتګ وکړي.
د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر
د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت
وزارت فواید عامه امارت اسلامی افغانستان
Ministry of Public Works, Islamic Emirate Of Afghanistan
به لیاز خدا طرف امی سمت جنوب هم نظر بندازین مردم ده بسیار مشکل روبرو اس راه بندان وبی سرنوشتی مردم که چی میشه چطو خاد شد