ژونده
Вставка
- Опубліковано 6 лют 2025
- ژونده !!!
دومره مینه دې رانکړه ، غم ګالل دې راته راکړل
را په شا شوې زما ژونده ، ماتېدل دې راته راکړل
جوړول دې آسان نه وو، او رټل دې ناممکنه
بېمارۍ کې د یادونو ، زړه تلل دې راته راکړل
کله کله کړېدمه ، حوصله نه وه لوی غر وو
رانه تللې حوصله کې تشویش خپل دې راته کړل
کله ښکته کله پورته زندګي مَزل مې وکړ
پوهه نشوم ځکه خوا کې صبرېدل دې راته راکړل
د ښکلا وطن لمن کې په ویاړنو ځلېدمه
اوس نړۍ په هره سیمه زړه خوړل دې راته راکړل
لکه څانګه چې د ونې سپینو واورو کې کږه وي
د ژوندون له هر موسم نه تېریدل دی راته راکړل
لا پر مخ ځم روانېږم ، کله لوېږم پورته کېږم
ماته ماته زندګۍ کې ، پاڅېدل دې راته راکړل
سپوږمۍ وردک
کال ۱۴۰۳ د جدی میاشت
کال ۲۰۲۴ د دېسامبر ۲۶
تورنتو - کاناډا
Life!!!
You didn’t give me so much love,
You gave me grief instead.
My life turned back on me,
You gave me the pain of falling apart.
Building it wasn’t easy, and rejection was impossible,
In sickness, of memories, you gave me a heart that’s lost.
Sometimes I was lost, with no patience, a big mountain to climb,
My patience was lost, and you gave me your own worries.
Sometimes down, sometimes up, I journeyed through life,
I didn’t understand because beside me, you gave me patience.
In the land of beauty, I shone with pride,
Now, across every corner of the world, you gave me a heart that is devoured.
Like a branch of a tree bent in the white snow,
You gave me the experience of passing through every season of life.
I still move forward, sometimes I rise up,
You gave me the strength to rise after every fall in life.
#شعر #افغانستان #وزیرستان #afghanlove #عاشقانه #pashto #دکلمه #کلیپ
🌺❤️
څه انداز
ژونده
ډیر عالي
په قلم او کلام مو برکت شه
ډیره مننه خدای دی خوشحاله لره.