فراشغان_لغمان Farashghan-Laghman

Поділитися
Вставка
  • Опубліковано 15 січ 2024
  • #دفراشغان_دره
    د بې څارو ښکلاوو، سرشاره او پرېمانه اوبو څخه برخمنه سیمه فراشغان ده.
    د دولت شاه ولسوالۍ له پیله تر دهن کاریک چې تقریباً څلور ساعته سخت مزل لري هره ونه، هر بوټی او هر کاڼی یی دومره ښایسته دي چې په ليدو یی د انسان ذهن د سکون او آرامۍ احساس کوي.
    هېره د نه وي چې که د یادې سیمې سړک په اساسي ډول ورغول شي؛ ډاډه یم چې لغمان به هم لکه د نورستان په شان په ځانګړو ښکلاوو مشهور ولایت او د سیلانیانو د پام وړ به وګرځي.
    الله ج موږ ته طبیعي ښکلاګانې راکړي، راځئ چې موږ تکړه شو چې دغه سیمې په اوسني عصري او پرمختللې بڼه داسې منظم او ودان کړو چې نړۍ او نړيوال ورته ګوته په غاښ پاتی شي.
    #وطن_جنت_نشان_دی_ګلان_په_کې_کرمه

КОМЕНТАРІ •