بدري: هڅه کوو چې معادن په کور دننه پروسس شي

Поділитися
Вставка
  • Опубліковано 8 лип 2024
  • بدري: هڅه کوو چې معادن په کور دننه پروسس شي
    د دې ویډیو په اړه / در مورد این ویدیو
    د کانونو او پټرولیم وزارت تازه ټاکل شوی سرپرست وايي، د اقتصادي بریالیتوب لپاره یوازېنۍ وسیله کانونو دي، اسلامي امارت تل هڅه کوي چې د مالیاتو فشار پر خلکو کم کړي او دا کار هغه مهال کېږي چې کانونه په ښه توګه مدیریت شي.
    ملا هدایت‌الله بدري د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست په توګه د یاد وزارت کارمندانو ته او شېخ شهاب‌الدین دلاور د سرې میاشتې ټولنې د رییس په توګه د یادې ادارې کارکوونکو ته نن د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې ور وپېژندل شول.
    بدري د معرفي کولو په غونډه کې وویل، تغییر او تبدیل په هر نظام کې یو اصل دی، اسلامي امارت د ټولو ګډ کور دی او په دې کور کې به هر څوک خپل مسوولیت د مشرتابه له لزوم دید سره سم ادا کوي.

КОМЕНТАРІ • 3

  • @user-wn2tz2wc2h
    @user-wn2tz2wc2h 14 днів тому +1

    مشاالله❤🎉🎉🎉🎉🎉

  • @saaye.
    @saaye. 15 днів тому

    تا این چنین اطاعت ازامیرباشدان شائ الله افغانستان روبه ابادی است

  • @KezilElma765
    @KezilElma765 14 днів тому +1

    باید چه د دې ثمره تر هر وګړي ورسیږي.او د خلکو د ژوند سویه لوړه شي.