Ijaz Ufaq ۔ Pashto Ba Wayi Kho Pashtoon Ba Zanta Na Wayi Sok | Live Concert Video With Lyrics 2024
Вставка
- Опубліковано 4 лют 2025
- Song: Da Sa Khabara Da, Da Sa Awro & Khair Dy Kala Kala Lewani Lewani Charay Ka
Vocalist & Compose: Ijaz Ufaq
Lyrics: Sahib Shah Sabir & Qudratullah Darma
Recoding: Ijaz Ufaq Team
⚠ Copyrights Notice: ©Ijaz Ufaq 2.0 2024 UA-cam Channel
** This video is copyrighted to Ijaz Ufaq 2.0 Official.
Strong action will be taken against anyone who re-uploads this video **
_________________________________
دا څه خبره ده، دا څه اورو، دا څه وايي څوک
پښتو به وايي خو پښتون به ځانته نه وايي څوک
زموږ سرونه یې پکار وي په موږ کار نه لري
زموږ په دور کې چې موږ ته پښتانه وایي څوک
زما ملګري دې پښتو وايي پښتون دې مني
ماته دې خېر دى نوموړى اديب نه وايي څوک
خبره دا نه ده چې خلک به رښتیا نه مني!
خبره دا ده چې رښتیا خبره ووایي څوک؟
دا چې په سلو يې د سلو کالو ننګ تازه دى
دا څوک وژلى شي دې خلکو ته به مړه وايي څوک
زه خو سره د عقله هغسې ټکرې خورمه
زما نصيبه ماته هغسې سپيره وايي څوک
ستا هغه يو ايمان يوه ژبه يوه خبره
صابره! تاته به په دې دور کې ښه وايي څوک
صاحب شاه صابر
_________________________________
زه چې راتېرېږمه نو پړک دې په هندارې کا
خير دی کله، کله لېونۍ، لېونۍ چارې کا
سترګې دې زما غوندې په چا پسې رنځورې شه
خدای خو دې لالیه سم زما غوندې بې لارې کا
خدایه د کابل جنګونه ورک کا امن راواله
خدایه د کابل جینکۍ بېرته هوادارې کا
دغسې پښتونه چې له جنګه کرارېږې نه
داسې ښه یې ځان ته چې واده کوې ورېندارې کا
ښه چې هر ماښام مې د جدید غزل په تمه یې
ښکلیه رابطې راسره لږې دوامدارې کا
خدای خو دې زما مینه نور هم درسره ډېره کا
خدای دې ښکلې سترګې پسې نوره مزېدارې کا
پښې د ښکلو څه کړې چې خاپونه یې ونه ګوري
زمونږ د هوسونو سترګې دومره حیادارې کا
اور که مې زړه وانخېسته یاره معجزه به وي
ته خو مې یو ځل سترګې په سترګو کې ایسارې کا
حد دی یاره ستا د راتلو زیری چا راوړی دی
زړه مې وایي سترګې درته لاره کې هوارې کا
قدرت الله درمان
دا گل خان یی سوک چی داسی یی
خدائی بخلی صاحب شاہ صابر صیب غزل❤
جارشم اعجاز افغان صاحب ❤
ڈیری شایستہ سندری وایی ایجاز اوفق صاحب
خدای دی زر کلن کہ 🤲🤲
ډير حه ❤️
سلامتي🙌🙌
های پشتو به وايي حو پشتون به ځان ته نه وايي سوک
پشتو وییل نہ بلکہ پشتو پالل د پشتون نخہ دہ 🚩🫀
جار جار ستر حقیقیت دی ویلی دی مننه د خدمت
فخر پشتون ❤
پښتو موسیقي ته تا عزت ورکړ❤
ناشناس، سردار علی ټکر ، عبدالله مقری، بېلتون ، ګلزار عالم، خيال محمد، او دا رنګه نور چي کوم سندرغاړي دي دغو خپل وخت زما په خیال ذائعه کړی دی 😉 دا سي لیک لیکه چي خلک په حقیقت پوه شي
@ قربانه زه هغه خلګ تر تا ډېر نیزدې پېزنم او هغوئ استادان دي. دا سړی په جنوبي پښتونخواه کي په کلا سیف الله کي زوکړ سوی دی. نو ته ما ته په ټوله جنوبي پښتونخواه کي یو داسي فنکار وښایه زه به بیا دا خپل مجلس بېرته واخلم.
خو یو څو دلګان یې پېدا کړي یي هغوئ ته ناست وي.
او که ته خبره د ناشناس او مقري صېب کوې، د هغوئ وه مقام ته ده ته لوي سفر ګوري.
@atta4664 مشره ده اعجاز افق کور زموږ په کلي کي دی زه خپله د قلعه سیف الله اوسېدونکی یم خو کومه خبره چي تا لیکلې ده په هغه کي تا وضاحت نه دی کړی
مننه
@@abdulmalikmashal8039 ځهٔ چي د یوه کلي یاست نو ولاکه خوند سره ورکوئ. باید ته په دهٔ باندي تر بل سړي ډېر ویاړ وکړې. خو بس پښتانه دي همېشه یې خپل غورځولی یي او د نورو ډلو ته چرخېږي.
قربان دے شم رورہ افق صاحب زمونگ دا زڑہ سر دے۔۔خو یو مخے داسے نہ دا پہ پختو موسیقی نن صبا ھم باچا جی دو قبضہ کڑے دا۔۔باچا ئے دا۔۔کرن خان لالا ھم خہ وہ خو ھغہ اوس پتہ نشتہ چے سہ پے شوی دی۔۔۔زاڑہ نظمونہ او غزلے ئے ڈیرے شوشتہ ویلی دی ❤
پہ جنوبی پشتونخوا کی ستا بغیرہ بل سوک نستہ چی ستا رکم سیریسہ سندرہ وہ وایی
❤❤❤❤❤❤
ظالیمانو! دا کلام د طاهر یونېري دے 'او تاسو په چا پورې وتړو
ستا خذمت ته سلام دی
❤❤
Mukamala di na kra ghazala
غلي شان لټون پسي راوتي یم
خلکه په بدلون پسي راوتي یم
وژنی پښتانه چه په یو بل باندي
زه هاغه پښتون پسي راوتي یم
راشيئ ملګرتیا ته مي ځان وتړئي
ستاسو تیر پرون پسي راوتي یم
لاس چه د غاصب ګریوان ته واچوی
زار هاغه جنون پسي راوتي یم
ولي دومره بد راته کاته کوي
خدائیګو په سمون پسي راوتي یم
تاسو چه یوځائي کیدو ته نه پریږدی
نن هاغه بیلتون پسي راوتي یم
مانه د سحرا پوښتنه ولي کړي
ګوري نه سکون پسي راوتي یم
ماله په رنړا دَ قام بچی وژنی
هاغه افلاطون پسي راوتي یم
ظلم په غریب چه امدادخیاله کړی
دغه تور قانون پسي راوتي یم
امدادالله خیال
❤❤
❤❤❤❤❤❤❤❤
❤❤❤
❤❤❤